پرون د جولای په لسمه د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې مخامخ وې.
په دغې لوبه کې پچه پاکستان لوبډلې ګټلې وه او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. انګلستان لوبډلې د ۲۴۷ منډو په کولو سره خپله ټوله لوبډله د لاسه ورکړه او د ۲۴۸ منډو هدف یې پاکستان لوبډلې ته کېښود.
د انګلستان لپاره جیمز وینس ۵۶ او فیل سالټ ۶۰ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د پاکستان لپاره حسن علي پنځه لوبغاړي وسوځول.
پاکستان لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۱۹۵ منډو کې یې خپله ټوله لوبډله د لاسه ورکړه.
د پاکستان لپاره حسن علي ۳۱ او سعود شکیل ۵۶ منډې جوړې کړې؛ خو د لوبډلې په ګټه نه وې.
د انګلستان لپاره لیوس ګریګوري ۳ لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه لیوس ګریګوري ته ورکول شوه، چې ۴۰ منډې یې جوړې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي ول.
له دې وړاندې په لومړی پنځوس اوریزه لوبه کې هم انګلستان، پاکستان ته ماتې ورکړې وه.