مورګان اورتېګوس: د سیمې هېوادونه دې په افغان سوله کې همکاري وکړي

مورګان اورتېګوس: د سیمې هېوادونه دې په افغان سوله کې همکاري وکړي


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1436

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي؛ نو د سیمې هېوادونه په خاصه توګه روسیه او چین دې په افغان سوله کې ډېره همکاري وکړي.

دې ویلي، چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري او روسیه په سیمه کې له پراخ نفوذه برخمنه ده؛ نو ځکه یې همکاري تر هر چا اغیزناکه بلل کېږي.

اورتېګوس ویلي، چې افغان سوله د سیمې لپاره ډېره مهمه او ضروري ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس زیاته کړې، چې امریکا په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جذبولو کې هڅې کړي او لا هم په دې برخه کې کوښښونه کوي تر څو د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي.