د غزني امنیه قومندانۍ له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ وسله طالبانو په غزني ښار پراخې حملې وکړې، چې د افغان ځواکونو له خوا له ځوابي بریدونو سره مخ شول.
خبر پاڼه کې راغلي چې په دې بریدونو کې ګڼ وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د دریمي پلې لوا قومندان جنرال شېر محمد انډیوال هم وایي، چې په غزني کې پوره امنیتي پرسونل شتون لري او دوی کولای شي چې له غزني ښاره طالبان په شا کړي، انډیوال د غزني ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې غزني به سقوط نه شي او دوی به د سر په بیه ترې ساتنه وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې غزني کې له تېرو دوو اونیو راهیسي جګړو زور اخیستی دی او ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.