زوړ ګېلن


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نعمان دوست
  • 1250

ان له سهاره دقوې دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې . 
شېبه پس کلي له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو .  مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو  را وته او دټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې  چا  شاژورونه ډکول  او چا په چانټو ګوتې وهلې . 
قوماندان چې دچنار ډډ ته يې ډډه وهلې وه ، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه ، دوه درې ځلې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې  اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې نو بريتونو لاندې موسکى  شو .  بېرته يې شاژور کې کېښودې ، قيد يې وواهه راکټ يې له منځه راجګ کړ او بيايې وويل  : 
هلکو ! ماڅو کرته ويلي چې ترڅو امر شوى نه وي نو ډزې مکوئ ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ . 
داځل به داسې نه وي ، اوازې دي چې قوه لويه ده ، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو . 
راکټ يې نور هم جګ کړ : او ل  ډز به  دهمده وي او بيا ... لايې خبره پوره کړې نه وه  چې توريالى راوړاندې شو : 
 قو ماندان صيب ! څو کرته مې درته ويلي ، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې  او بيا يې خپل پنځه ډزي  ټوپک ته چې په شپيلۍ کې يې سره ځونډې بند و لاس ونيو : زه نور دا اوږده بلا نه شم ګرځولای  . ابله قوه کې مې څو مرمۍ ټانک پرې وويشت دکاپر زوى والله که پرې خبر  و ، ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم  زړه مې نه يخيږي .   
 قو ماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو : 
 توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې راته ويلي ، ښه زړوردي ، خو په راکټ مې زړه نه کېږي . سم راته په سُر برابر نه ښکاري . 
هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي . 
 توريالي سترګې سرې شوې ، ټولو ته يې بدې بدې وکتلې او بيا دستې چانټه له ټټره خلاصه کړه ، ټوپک يې کېښود  او په تلو – تلو کې دګوتې په خوځولو سره وويل : يابه بې سُره توريالى نن خپل سرخوري اويا به ... 
 قو ماندان څو غږونه ورپسې وکړل ، خو ده يوازې راکټ دې په تاسو مبارک وي  ووې او دونو په منځ کې ورک شو . 
 دماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې وه چې ، د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه راورسېدل  . 
 مجاهدينو د د عا لپې پورته کړې او بيا دسترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل . 
  دهغوي له رسېدو سره سم څو چورلکۍ  را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې  دسکرټو باران جوړ کړ . 
 څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې . دټانګونو غږونه رانږدې شول ، سړک ته دنږدې کورونو ښيښې په جړقېدو شوې . توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ځان وروسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و .
 دکتار د اول سر ټانکونه او څو پوځي موټر تېر شول ، خو لا يو خړ ټانګ له دوه موټر و سره پاته وو ، ورو- ورو رانږدې کېدل او دتوريالي وينه هم په خوټېدو وه . 
 لا پناه شوي نه وو چې دراکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ تا به وې ده هم په خپله لمن کې سورمخوته يرغلګرو ته زړه ډک و . 
 ورپسې دماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان و او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول . 
له  پوځي موټرو شېبه په شېبه  شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې ښخولې . 
 ورپسې ټانګانو کې ناستو کسانو چې دخپل سره انقلاب دپرمختګ  ضد عناصر يې تورو کندو ته لېږل ، په سړک کې پاتې موټرکندو ته غورځول او په تېښته کې يې دپرمختک لاره ځانته اواروله . 
 شېبه وروسته ، دسړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو  موزو  ډکې شوې .
دګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې ، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و . 
وروستى ټانګ زړه نازړه توريالي خواته راورسېد خو چې کله يې په هوا کې دلوګيو ننداره وکړه ، چينونه يې سست شول ، دمخې تاوولو په لټه کې شو ، توريالي حوصله بايلوله ، دتکبير له زړه لړزونکى غږ سره پرې ور وخوت ،  ګيلن نه يې سر لرې کړ  ، راټيټ يې کړ او بيا له اور لګيت نه پلته راوويسته . 
 په ټانګ کې ناستو کسانو چې له خلاص سرنه دا ننداره وکړه ، سترګې سپينې واوښتې  دلاسونو په جګولو سره يې  د دوست دوست چيغې پورته کړل .
 توريالي چې  دګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه په اشاره يې ټانګ  ته له سړکه  نه دکوزيدو امر وکړ ، ټانګ لاندې پټيو کې ودرېد اودټانګ ناست درې واړه کسان چې لاسونه يې جګ نيولي وو له هغه سره کلي ته راغلل .
 مازيګر لمر په پريوتو وو چې ډزې غلې شوې ، دقوې پاتې کسانو او موټر په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول ، شيبه پس خړ پړ مجاهدين چې پر شونډو يې دغرور موسکا خوره وه له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره راورسېدل . 
  د قوماندان چې په پټې کې په ټانګ سترګې ونښتې  ودرېد ، راکټ پسې سترګې وګرځولې خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد مخکې راغى ، توريالى پرې غږ کړ : قو ماندان صيب ودې ليد بې سُره  توريالى ؟ 
 قو ماندان او مجاهدين هک پک وو ، ناستو درې واړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې او لړزېدل . 
 قوماندان يو ځل بيا په پټي کې ولاړ ټانګ او توريالي ته وکتل  او لايې پوښتنه نه وه کړې چې هغه ټوله کيسه تېره کړه . 
 قو ماندان نور هم ورنږدې شو : ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پطرول  له کومه کړل ؟
 توريالى له خندا شين شو ، ګيلن يې پر سر واړو او چې کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل  نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول  ، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .