په ننګرهار کې د ۲۳۵۰ متره اوږد کانال کار بشپړ شو

په ننګرهار کې د ۲۳۵۰ متره اوږد کانال کار بشپړ شو


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1334

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهي (MCCG) برنامې له لوري د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ په شګۍ فارم کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۳۵۰ متره کرنيز کانال جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

سرچینه زیاتوي یاد کانال ۶۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۳۲۲ کورنۍ ترې ګټه اخلي چې د دې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۴۵۲۰ کاري ورځې هم برابرې شوې.

د يادونې وړ ده، چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهي ( MCCG) برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې ۹۵ پروژې منظور شوي، چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.