څلوېښت طلايي خبرې!

څلوېښت طلايي خبرې!


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • ژباړن: رفېع‌الله رفېع
  • 1392

ليکوال: برايان ټرايسي

يو: زمونږ قېمتي شتمني، چې لرو يې کسب (هنر) دی، نه هغه پيسې، چې ترلاسه کوو يې، کسب(هنر) له لاسه نه ځي، اما پيسې ممکن هر وخت له لاسه لاړې شي.

دوه: برياليتوب د يو چوکاټ په څېر دی او زمونږ مهارتونه د هغه پالې دي، مګر که چېرې پالې درستې جوړې نه شي، مونږ نه شوو کولای، چې د هغه چوکاټ څخه پورته لاړ شوو.

درې: د انسان پوتنشيل(ظرفيت) دومره زيات دی، چې کولای شي په يو وخت کې سل وارې ژوند وکړي، مونږ کولای شوو، چې هر څه زده کړو او په هر برخه کې لا غښتلي او پاخه شوو.

څلور: زده کړه د برياليتوب کيلي ده، چون سخته ده او وخت ته هم اړتيا لري، اما هغه کسان ډېر تنبل دي، چې زده کړې ته په اهميت قايل نه دي.

پينځه: هره ورځ نه يوازې دا، چې په ښه فکر کار وکړئ، بلکې په ښه فکر بايد سخت کار وکړئ، ترڅو په ګټه او برياليتوب پوه شئ.

شپږ: په ژوند کې د ځينو جملو ارزښت ډېر مهم دی، ښې کليمې فکري بهتروالی رامنځته کوي.

اوه: بريالي خلک تل په حل لارو فکر کوي، اما متوسط خلک د مشکل رامنځته کوونکي شخص په اړه فکر کوي.

اته: د ژوند خوند او زمونږ اصلي هدف په خپل ځان باورمندۍ پورې اړه لري.

نهه: هدف لرل د هدف پرېښودلو سره توپير کوي، د اهدافو ليکل د ډېر هميت وړ دي، هغوی، چې خپل هدفونه په ليکلي بڼه لري د نورو سره په توپير ډېر بريالي دي.

لس: هغه کسان بريالي دي، چې لوی فکر کوي، مګر متوسط خلک لنډ او سطحي فکر لري.

يوولس: بريالي کسان لوي او سخت کارونه ترسره کوي، اما متوسط خلک د اسانه او وړو کارونو په لټه کې وي.

دوولس: مونږ هر يو بايد ځان لپاره شل کلن پلان ولرو، د دې په ځای، چې فکر وکړو بايد د اقتصادي مشکلاتو د حلولو په لټه کې ووسو او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لاره کې چټک قدمونه واخلوو.

ديارلس: هغه کسان، چې مالي فکر لري بريالي کېږي، تاسو بايد په ورځ کې حداقل دوه ساعته د اقتصاد او سرمايه ګزارۍ په اړه مطالعه وکړئ.

څوارلس: د کارونو تعقيبول او مبارزه کول د برياليتوب مهم رازونه دي، ځان سره ژمنه وکړئ، چې له ډېر کار څخه به تېښته نه کوئ، ترڅو خپل هدف ته ورسېږئ.

پينځه لس: په خپل ځان بايد دومره قوي باور ولرئ، چې هېڅ شخص، شی ستاسو د برياليتوب مخه ونه نيسي.

شپاړس: د بريالۍ سوداګرۍ(خرصلاو) لپاره بايد خپلې اړيکې او ارتباطات پراخه کړئ.

اوه لس: د اورېدو لپاره اندېښنه مه کوئ او نه هم دا د پيسو معنی لري.

اته لس: کوم کسان، چې ډېر نه ويل ترلاسه کوي، هغوی بيا ډېر هو ويل اوري.

نوولس: کوم محصولات او خدمات، چې تاسو يې وړاندې کوئ، بايد باور پرې ولرئ، که باور لرئ، چې ستاسو محصولات او خدمات عالي دي، نو تاسو به په ناببره توګه ډېر پېردوونکي مينده کړئ.

شل: بريالي پلوروونکي د خپلو توکيو، کار او شرکت مينه لري.

يو ويشت: کله، چې تاسو پلوروونکی نه، بلکې يو زړه سوانده مشاور شوئ، هغه وخت به ستاسو توکي خپله وپلورل شي.

دوه ويشت: هدف يوازې دا نه دی، چې تاسو خپل توکي وپلورئ، بلکې لومړی بايد وګورئ، چې مشتري ستاسو توکيو ته اړتيا لري او کنه؟

درويشت: قدرت د هغه کسانو په لاس کې وي، چې هغوی غوره ورځني ياداشتونه ولري.

څلرويشت: تاسو لومړی بايد په پلورنه د خلکو باور جوړ کړئ، ترڅو ډېر خلک پېردنه وکړي.

پينځه ويشت: د نن ورځې انتخابونه د سبا ورځې د ژوند کيفيت جوړوي، تېر پرېږدئ او د ښه راتلوونکي لپاره فکر وکړئ.

شپږ ويشت: هېڅ کله مه وايئ، چې ډېر ناوخته دی، د سمې پرېکړې نيولو لپاره هېڅ کله ناوخته نه دی.

اوه ويشت: په لمر تمرکز وکړئ، ترڅو سيوری مو تر شاه وي.

اته ويشت: تاسو بايد ځان تغير کړئ، که چېرې بدلون ونه کړئ، په خپل ژوند به کنټرول ونه لرئ.

نهه ويشت: د ژوند د هرې برخې لپاره بايد هر اړخيزه پلان ولرئ، خپل راتلوونکي ته وګورئ او په ائينده مو تمرکز وکړئ.

دېرش: هغه کسان، چې بريالي او په ټولنه کې قابل د قدر دي، هغوی خپل ډېر وخت راتلوونکي ته په امادګي تېروي.

يو دېرش: د راتلووونکي برياليتوب لپاره خپل اوسني خوندونه پرېږدئ او لاس ترې واخلئ.

دوه دېرش: د اصلي مسير پرېښودل، ستاسو د ناکامۍ لوی لامل کېدلای شي.

درې دېرش: بريالي خلک سخت او سمارټ کارونه ترسره کوي، هغه کارونه وکړئ، چې ستاسو هدفونو سره اړخ ولګوي.

څلور دېرش: اسانه، ساده او کوچني کارونه مه ترسره کوئ، ځکه، چې بيا ورسره عادت کېږئ، هڅه وکړئ، چې لوی او سخت کارونه ترسره کړئ.

پينځه دېرش: بريالي کسان هغه کارونه ترسره کوي، چې د پايلو (نتيجې) احتمال يې خورا لوړ وي.

شپږ دېرش: هڅه وکړئ، چې د ټولو کارونو لپاره پلانونه ولرئ، ترڅو وکولای شئ، چې په چټکۍ سره اجراآت ترسره کړئ.

اوه دېرش: مخکې له دې، چې کار شروع کړئ، تاسو بايد لومړی چک لېست او تنظيم شوي فعاليتونه له ځان سره ياداشت کړئ. 

اته دېرش: ميلياردونه خلک عادت لري، چې ځان لپاره ورځني هدفونه ولري.

نهه دېرش: ميلياردونه خلک عادت لري، چې خپل کارونه تکميل کړي او په نيمه کې يې پرې نږدئ.

څلوېښت: ميلياردونه خلک عادت لري، چې خپل سهار د مهم کار په ترسره کولو شروع کړي.