د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا یو زر او ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۶۷ کسان وژل شوي دي.
په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۸۵۱ کسان بېرته رغېدلي دي.
روغتیا وزارت ویلي، چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۳۴ زره او ۶۵۳ ته لوړ شوی دی او مړه شوو کسانو شمېر بیا ۵ زره او ۷۹۱ ته پورته شوی دی.
روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.