د ملي امنیت سلاکار د اروپايي ټولنې له سرپرست سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د اروپايي ټولنې له سرپرست سفیر سره وکتل


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • خالد سهار
  • 1141

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب د اروپايي ټولنې د استازولۍ له سرپرست سفیر ارنوټ پاولز سره لیدلي او په یو شمېر مهمو مسائلو یې خبرې اترې کړې دي.

د اروپایي ټولنې استازي په په دې کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې دغه ټولنه له دې هېواد سره په خپلو کړو ژمنو ولاړه ده. 

د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دغه‌راز دواړو لوریو د افغان سولې په برخه کې د داسې هڅو د اړتیا اړوند خبرې اترې کړې دي، چې موخه په‌کې بنسټي پرمختګونو ته رسېدل بلل شوې دي. 

حمدالله محب داسې مهال د اروپایي ټولنې له استازي سره د افغان سولې او د دغې ټولنې له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو په هکله لیده کاته کوي، چې نوموړي، چې څو ورځې وړاندې هم یو خبري کنفراس کې ویلي، چې امریکا له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی، چې په دې لړ کې شپږ پرمختللې الوتکې هم شاملې دي.