بین‌الافغاني مذاکرات؛ دوحه  کې یو ځل بیا د افغان لوریو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې

بین‌الافغاني مذاکرات؛ دوحه کې یو ځل بیا د افغان لوریو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1054

 


د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوي د مذاکراتو چټکتیا او اجنډا ټاکلو لپاره د درېیمګړي غوښتنه کړې او له طالبانو یې هم غوښتي دي، چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي، چې د دواړه مذاکراتي ټیمونو د تماس ګروپونو ترمنځ د اجنډا پر اساسي موضوعاتو باندې جدي خبرې دوام لري، جمهوریت پلاوي او مقابل لوري تمه کېږي، چې خپل دریځ اعلان کړي، ترڅو د مذاکراتو روان پروسه ګړندۍ شي.
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، ناستې دوام لري او د اجنډا ټاکلو لپاره پر ځینو مسایلو توافق هم شوی، خو اعلان به یې هغه مهال کېږي، چې پرټولو اختلافي ټکو سره هوکړې ته ورسېږي.
د بین الافغاني مذاکراتو له پیله تر دې مهاله اوربند د افغان حکومت مرکچي پلاوي له مهمو غوښتنو ده، خو تردې مهاله په مذاکراتو کې پرې هوکړه نه ده شوې او لاهم د طالبانو له لوري جګړو زور اخیستی دی.