د هندوستان او انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلو تر منځ دوهمه شل اوریزه پرون د جولای په ۱۱ مه د انګلستان په کوربتوب ترسره شوه.
په دغې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د هندوستان ښځینه لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او د ۱۴۹ منډو هدف یې انګلستانۍ ښځینه لوبډلې ته کېښود.
د هندوستان لپاره شفیلا ویرما تر ټولو زیاتې ۴۸ منډې جوړې کړې.
انګلستانۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۸ منډو یې ماتې ومنله.
د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې تیمي بویمونټ زیاتې ۵۹ منډې جوړې کړې.
د هندوستان لپاره فونام یادوف دوه لوبغاړې وسوځولې.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړې جایزه ډیفټي شرما ته ورکول شوه، چې ۲۴ منډې یې جوړې کړې وې او یوه لوبغاړې یې هم سوځولې وه.
له دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې انګلستان ښځینه لوبډلې د هندوستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.