ترکمنستان افغان پولې ته څېرمه درنې وسلې ځای پر ځای کړي

ترکمنستان افغان پولې ته څېرمه درنې وسلې ځای پر ځای کړي


  • 4 مياشتي دمخه (12/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 259

د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې ترکمنستان افغان پولې ته څېرمه درنې وسلې، پوځي تجهیزات او چورلکې ځای پر ځای کړي دي.

ترکمنستان دا وسلې په داسې مهال ځای پر ځای کوي، چې د افغانستان له وضعیت نه ترکمنستان ته اندیښنې پیدا شوي دي.

ترکمن چارواکو هم ویلي دي، چې د وسلو د ځای پر ځای کولو لړۍ روانه ده او په دې نظامي تجهیزاتو کې چورلکې، ټانګونه، تازه دمي سرتیري او دفاعي سیستم شامل دی.

له دې وړاندې تاجکستان هم افغانو پولې ته څېرمه د امنیتي تدابیرو او د امنیتي سرتېرو د ځای پر ځای کولو خبره کړې وه.