دترکمنستان ولسمشر د لوړو اقتصادي او مالي پرېکړو د څار لپاره خپل زوی ټاکلی

دترکمنستان ولسمشر د لوړو اقتصادي او مالي پرېکړو د څار لپاره خپل زوی ټاکلی


  • 3 کاله دمخه (12/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1249

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف خپل ۳۹ کلن زوی سردار د لوړو اقتصادي او مالي پرېکړو د څار مسؤل ټاکلی. 

د ترکمنستاني رسنیو په حواله، چې نوموړی د جولای په نهمه په اقتصادي او بانکي چارو کې د صدراعظم مرستیال ټاکل شوی و او تر دې وړاندې د کنټرول د سترې خونې مشر او د دولت د امنیت شورا غړی هم و، چې اوس ولسمشر له یادې دندې لیرې او پر مهم بست یې ګمارلی دی.

باید وویل شي، چې تر اوسه د سردار د ارتقا او پر مهم بست دنوموړي د مقررېدو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.