امرالله طالح: طالبان یوه ډله دي او د ډلې حاکمیت په افغانستان ناممکن دی

امرالله طالح: طالبان یوه ډله دي او د ډلې حاکمیت په افغانستان ناممکن دی


  • 3 کاله دمخه (12/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1221

د ولسمشر لمړي مرستیال امرالله طالح په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، طالبان د نورو د ګټو لپاره جنګېږي خو طالبان یوه ډله دي او د ډلې حاکمیت په افغانستان ناشونی دی.

ښاغلی طالح زیاتوي موږ په سخت حالت کې قرار لرو خو ددې تر څنګ د سیاسي لید له پلوه موږ عالي فرصتونه لرو او  ټول قومونه، ولایتونه، سیاسي ګوندونه د ملي اردو د بریا پلوي کوي.

همدارنګه ښاغلی صالح وایي طالب زموږ دښمن دی او د نابودۍ لپاره ټول هغه امکانات چې په واک کې یې لرو دریغ نکړو.