له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۷۱ طالبان وژل شوي او ۱۶۲ نور ټپیان شوي دي.
همداراز د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
سرچینه زیاتوي د دې په خواکې ۱۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، میدان وردګ، خوست، کندهار، فراه، هرات، بادغیس، سرپل، جوزجان، نیمروز، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.