لوګر کې د طالبانو استخباراتي مسوول "شاغاسي" ووژل شو

لوګر کې د طالبانو استخباراتي مسوول "شاغاسي" ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (12/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1414

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د استخباراتو مسوول "قاري شاغاسي" مشهور په جلالي وژلی او دوه نور یې نیولي دي. 

"قاري شاغاسي" د بریدونو په طرحه کې په ځانګړې توګه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې لاس درلود.

سرچینه زیاتوي له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه، یو عراده موټرسایکل، یوه پایه مخابره او همداراز یو اندازه مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.