پکتیا کې ۱۹۱ تنه ځوانان له نظامي زده کړو فارغ شول

پکتیا کې ۱۹۱ تنه ځوانان له نظامي زده کړو فارغ شول


  • 3 کاله دمخه (12/07/2021)
  • الهام څاروان
  • 1309

 نن ورځ د پکتیا  ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۹۱ تنو ساتنمنانو د نظامې زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل او د هیواد دفاع ته چمتو شول.

په دې فراغت غونډه کې د پکتیا د امنیه قومندانۍ د ښوونو او پرسونل مرستیال سمونوال حاجي محمد څرګند هم ګډون کړی وو.

څرګند فارغ شوو پولیسو ته په وینا کې وویل،چې تاسو ښه روزل شوې یاست،او هغه مسوولیت چې تاسو ته در سپارل کېږي باید په ښه توګه یې تر سره کړئ او په ټولنه کې نظم را منځته کړئ. 

فارغ شوو پولیسو هم ډاډ ورکړ چې په پوره مېړانه او ژمنتیا سره به خپله دنده مخته وړي او دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي