د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء برنامې په چوکاټ کې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په لمنځ کوڼ ملنګانو کلي کې د ۲۴۰ تنه زده کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه.
سرچینه زیاتوي د ښوونځي دغه ودانۍ د یاد کلي د پراختیايي شورا لخوا جوړه شوې چې ۸ درسي او ۲ اداري خونې او د څښاک اوبو یوه څاه لري.
د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو لپاره (۳۰۵۰) کاري ورځې هم برابرې شوې.
د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې ۲۱ بابه ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي، چې د یو شمېر هغو کارونه بشپړ شوي او په نورو یې کار روان دی.