په پکتیا کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰۳ متره اوږد کانال جوړ شو

په پکتیا کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰۳ متره اوږد کانال جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1213

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ اړوند د باخېلو کلي پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۰ سانتي مترو په لوړوالي، ۳۰۳ متره اوږد کرنيز کانال جوړ شو. 

سرچینه زیاتوي یاد کانال ۲۶۵ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۴۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي، چې د دې پروژې په ترڅ کې ځایي  تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۱۶۷۸ کاري ورځې هم برابری شوې.

د يادونې وړ ده، چې د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اوبو لګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او ټرانسپورټ په سکټورونو کې ۲۵ پروژې پلي کوي چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې تکمیل او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.