د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ په یوه خپره کړې اعلامیه ویلي، چې له افغانستان څخه ۹۵ سلنه امریکایي ځواکونه وتلي دي.
یادې قومندانۍ ویلي، چې په ۹۸۴ پروازونو کې یې سرتیري او نور نظامي تجهیزات لېږدولي دي.
د امریکایي ځواکونو ۱۷ زره قلمه توکي په افغانستان کې سوځېدلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ۷ نظامي اډې یې افغان حکومت ته سپارلي او د پاتې سرتېرو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې شاوخوا ۷۰۰ امریکایي عسکر افغانستان کې پاتي او د سفارت ساتنه کوي.