پاکستانۍ لوبډله انګلستان کې کلین سویپ شوه

پاکستانۍ لوبډله انګلستان کې کلین سویپ شوه


  • 3 کاله دمخه (14/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1335

د پاکستان او انګلستان کرکټ لوبډلو تر منځ د درې یو ورځینیو لوبو وروستۍ لوبه پرون د جولای په ۱۳ نېټه ترسره شوه.

په دغې لوبه کې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۳۱ منډې جوړې کړې او د ۳۳۲ منډو هدف یې انګلستانۍ لوبډلې ته کېښود.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ۷۴ او لوبډلمشر بابر اعظم ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره توپ اچونه کې براډن کارسي ۵ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان ټاکل شوی هدف په ۴۸ اورونو کې پوره کړ او په درې ویکټو او ۱۲ توپونو یې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د انګلستان لپاره لیوس ګریګوري ۷۷ او جیمز وینس ۱۰۲ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د پاکستان لپاره حارث روف ۴ لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جیمز وینس  ته ورکول شوه، چې ۱۰۲ منډې یې جوړې کړې وې.

انګلستان ددې بریا په ترلاسه کولو سره پاکستانۍ لوبډله کلین سویپ کړه او په درې یو ورځینیو لوبو کې یې سر په سر پاکستان ته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو تر منځ به د درې شل اوریزو لوبو سیریز د جمعې په ورځ پیل شي.