د جرمني چارواکي: افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږو

د جرمني چارواکي: افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږو


  • 3 کاله دمخه (14/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1228

د جرمني حکومتي رسنیو ویلي، چې د افغانستان په لویو ښارونو کې امنیت شته؛ نو په همدې خاطر هغه افغان کډوال، چې د پنا غوښتنه یې رد شوې ده بېرته خپل هېواد ته ستنوو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په روانه میاشت کې به د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي او وضعیت ته په کتو به د پنا غوښتونکو په اړه پرېکړه کوي.

جرمني د افغانستان هغه خبره نه ده منلې، چې رد شوي افغان کډوال دې درې میاشتې نور هم یاد هېواد کې پاتې شي.

له دې وړاندې فنلنډ د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې وه.