د کرکټ د نړۍ پیاوړې لوبډلې سویلي افریقا ته ایرلینډ ماتې ورکړه

د کرکټ د نړۍ پیاوړې لوبډلې سویلي افریقا ته ایرلینډ ماتې ورکړه


  • 2 کاله دمخه (14/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1118

تېره ورځ د جولای په ۱۳مه نېټه سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره یو ورځینۍ لوبه ترسره کړه.

په دغې لوبه کې پچه د افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ایرلینډ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۰ منډې جوړې کړې او د ۲۹۱ منډو هدف یې سویلي افریقا لوبډلې ته کېښود.

د ایرلینډ لپاره هیري ټیکټور ۷۹ او انډریو بالبیرني ۱۰۲ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د افریقا لپاره په توپ اچونه کې انډاییل دوه لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۴۳ منډو یې ماتې ومنله.

د افریقا لپاره جانیمن مېلن ۸۴ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د ایرلینډ لپاره مارک اډیر، جوش لیټل او انډي مک براین دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه انډریو بالبیرني ته ورکول شوه، چې ۱۰۲ منډې یې جوړې کړې وې.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوې وه.