د شانګهای سازمان څلورمه ناسته؛ هند: افغان حکومت ته اوږه ورکوو

د شانګهای سازمان څلورمه ناسته؛ هند: افغان حکومت ته اوږه ورکوو


  • 3 کاله دمخه (14/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1215

هند وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښې وړ دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسول‌شي. 

د هند بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او په خبره یې د دې اړتیا ده، چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او پر ځای یې د سولې خبرې چټکې کړل‌شي.

دا څرګندونې د هند بهرنیو چارو وزیر جي‌شینکر له خپل افغان سیال محمد حنیف‌اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې.

هندي لوري دغه‌راز ویلي، افغانستان دوست هېواد او دوی یې په دې سختو شرایطو کې ترڅنګ ولاړ دي او یوازې یې نه‌پرېږدي.

د ښاغلي جي‌شینکر په وینا، له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او همدا راز هڅه کوي، چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع هم قوي کړي.

په دې لیدنه کې حنیف اتمر هم ویلي، چې افغان جګړه د خبرو د مېز له لارې د پای‌ته رسېدو وړ ده او په دې برخه کې یې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې.

نوموړي له هند سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی او هیله یې څرګنده کړې، چې هند به په مختلفو برخو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د شانګهای همکارۍ سازمان څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی دی.

د یاد وزارت ویاند ګران هېواد وایي، دا ناسته چې د تاجک ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي، مهمه اجنډا یې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د افغانستان امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ثبات او اتصال دی.