نړیوال بانک له افغانستان سره په همکاریو ټینګار کړی

نړیوال بانک له افغانستان سره په همکاریو ټینګار کړی


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1197

ولسمشر غني د نړیوال بانک د اسیايي برخې له مرستیال هارټ ویک شېفر سره خبرې اترې کړي.

په دې خبرو کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت خبرې شوي دي.

ولسمشر غني په دې خبرو کې ویلي، چې افغانان د جګړو او وچکالۍ له امله ډېر زیانونه لیدلي؛ نو نړیوال بانک او نور نړیوال بنسټونه باید خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

نړیوال بانک یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې په خپلو ژمنو ولاړ دي او له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته ادامه  ورکوي.

یاد بانک ویلي، چې په افغانستان کې یې په بیلا بیلو برخو کې مختلفې پروژې روانې کړي دي.