اتمر قریشي ته: د طالبانو له ملاتړ لاس واخلئ، قریشي: طالبان ښه خلک دي؛ خو هڅه به وکړو

اتمر قریشي ته: د طالبانو له ملاتړ لاس واخلئ، قریشي: طالبان ښه خلک دي؛ خو هڅه به وکړو


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1337

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې د "شانګهای همکارۍ سازمان" څلورمې ناستې په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کې ویلي، چې پاکستان دې د طالبانو له ملاتړ او سینې ډبولو لاس واخلي او دغه ډله دې د سولې جدي مذاکراتو ته، چې اړتیا ده، وهڅوي.

اتمر همداراز ویلي، د افغان سولې خبرو د بریا لپاره سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ اړین دی او پاکستان دې په دې برخه کې خپل کارنده او عملي رول ادا کړي. 

په دې لیدنه کې شاه محمود قریشي یو وار بیا افغان سوله د سیمې د ټیکاو لپاره مهمه بللې او ټینګار یې کړی، دوی به هڅه وکړي چې طالبان خبرو ته تیار کړي. 

نوموړی د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو خبره پر داسې مهال کوي چې تر دې وداندې یې ویلي و، طالبان په جامه ساده؛ خو نور ډېر ذهین او تکړه خلک دي.