د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره: د پاشدان برښنا بند ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره: د پاشدان برښنا بند ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1267

په هرات کې د ناامنیو سربېره د یاد ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د جوړېدو چارې روانې دي، چې بشپړېدو ته نژدې دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک وایي، د پاشدان بند د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر اوسه یې ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. 

نوموړي همدا راز ویلي، یاد بند د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسمي سیلابونو کنټرول، د څښلو د پاکو اوبو د تنظیم او هېوادوالو ته د کار موندلو په پار جوړېږي.

د پاشدان بند د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي، چې د ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبو زېرمې ترڅنګ به دوه مېګا واټه برښنا تولید کړي.


باید وویل شي، چې د پاشدان بند د جوړېدو کارونه نژدې لس کاله مخکې پيل شوي وو، چې اوس یې کارونه بشپړېدو ته نژدي دي