د طالبانو هاوان مرمۍ په لغمان او نورستان کې ۱۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو هاوان مرمۍ په لغمان او نورستان کې ۱۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1074

د وسله‌والو طالبانو هاوان مرمیو په لغمان او نورستان ولایتونو کې ۱۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان ځایي چارواکي وایي، چې دا پېښې پرون ناوخته د لغمان الینګار ولسوالۍ د توپک او د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ ترمنځ خلیل اباد سیمو کې رامنځته شوې دي. 

ځایي چارواکو سمسور نیوز ته په رالېږلې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغو د هاوان مرمیو په یادو سیمو کې ۵ ولسي وګړي وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د لغمان امنیتي وضعیت ځایي خلک اندېښمن کړي او له طالبانو غواړي، چې په نښتو کې د دوی ژوند او مال ته پاملرنه وکړي. 

لغمان کې یاده مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم په مرکز مهترلام او اړوندو نورو سیمو کې د هاوان مرمیو لږ تر لږه ۲۳ ملکي کسان مړه او ژوبل کړل.