ولسمشر غني له خپل ازبکي سیال سره د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړي

ولسمشر غني له خپل ازبکي سیال سره د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړي


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1262

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني اوزبیکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ نن له غرمې مخکې د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وکتل.

دواړو ولسمشرانو د اوزبیکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنیت د لا ټینګښت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ، د برېښنا لېږد اورګاډي پټلۍ، افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبر پاڼه کې وړاندې راغلي، چې  په دغه کتنه کې پر دې هم ټینګار وشو چې پلازمېنه تاشکند سباني جوړېدونکي د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو بین المللي کنفرانس کې باید ټول په ځانګړي ډول ګډون کوونکي هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې، نظام او خلکو ملاتړ ته وهڅول شي. 

د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف ویلي، هیواد یې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ او په بېلابېلو برخو کې خپلو دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.

ولسمشر غني د جمهور رئیس شوکت میرضیایف د ښه نیت ، د همکاریو د ژمنتیا او مېلمه پالنې قدردانی وکړ.