پاکستان پخواني ولسمشر کرزي ته، د اسلام آباد د ورتګ بلنه ورکړې

پاکستان پخواني ولسمشر کرزي ته، د اسلام آباد د ورتګ بلنه ورکړې


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1192

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ټلفوني خبرو له لارې په یو شمېر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړې.

د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر وایي، په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې د جدي او اغېزمنو خبرو د بیا پیل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نېکو او حسنه روابطو د ایجاد په اړه د نظر تبادله شوې او په همدې موخه عمران خان پخواني ولسمشر ته، پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده. 

بل‌لورته پاکستان غواړي چې د افغان سولې د هڅو ګړندي کولو په موخه د افغان سیاسیونو یو کنفرانس جوړ کړي. 

ټاکل شوې یاد کنفرانس د "جولای په ۱۷ - ۱۹ " نېټه جوړ او ۳۵ افغان سیاسیون په کې ګډون وکړي.

پاکستان تل طالبانو ته د پناه ځایونو او د هغوي په مالي ملاتړ تورن دی او په دې وروستیو کې د دې هېواد رسنۍ د طالبانو په ګټه تبلیغ کوي. 

همدارنګه د پاکستان د ولسي جرګې یوه غړي تازه ویلي، طالبان د پاکستان د محافظتي دېوال په څېر دي او هغه څه چې کوي د پاکستان لپاره یې کوي.

له دې وړاندې د نړۍ یو شمېر سیاسیونو پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې بیا افغان حکومت وایي، تر دې وروسته افغان سياسيون پاکستان ته نه‌شي تللی.

رسنیو ته په ارګ کې سرچينو ويلي، چې دغه پرېکړه ولسمشر تاشکند ته تر سفر دمخه کړې او له همدا نن څخه وروسته تر نامعلومې نېټې هېڅ افغان سیاسیون نه‌شي کولای پاکستان ته لاړ شي.