کرزى صيب! ته بيا غواړې ولسمشر شې؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • انورالحق يرغل
  • 1491

ولسمشر کرزي ته پرانېستى ليک


– نړۍ اونيزه
کرزى صيب! هيله ده سلامونه مې ومنې!
محترمه! زما په نظر د يوه هېواد ولسمشريزو، پارلماني، ولايتي او ... ټاکنو ته بايد داسې خلک ځانونه نوماند کړي چې په تېر وخت کې يې خپل هېواد او هېوادوالو ته څه،ناڅه خدمت کړى وي او که خدمت يې کړى هم نه وي نو خيانت خو يې بايد چې کړى نه وي.
ښاغلى کرزى صيب!ېغواړم له نورو،کړتو،پړتو تېر او د يو افغان پښتون په توګه هغه څه چې زما او زما په شان نورو پښتنو زړونو کې ستا لپاره څه دي درته وليکم،په دې هيله چې خوابدى پرې نه شې!
کرزى صيب! خداى شته کله چې په دويم ځلي ولسمشريزو ټاکنو کې له نوماندۍ مو خبر شوم، باور وکړه چې دومره خواشينى شوم چې څه درته ووايم؟ افسوس مې وکړ چې  ته په کوم دليل غواړې يو ځل بيا زموږ ولسمشر شې؟ ستاسو دې دومره وخت واکمنۍ کې پر پښتنو کومې نادودې ونه شوې او تا يې په اړه څومره ښه دريځ درلود چې اوس غواړې بيا يې ولسمشر او پاتې نور لرلي هيلې پرې پوره کړې!
کرزى صيب که درته ارزښت ولري او ياد دې وي نو د پښتنو پر کلو اوبانډو سلګونه ځله بمبارۍ وشوې او لا کېږي،سلګونه پښتانه ماشومان،سپېن ږېري،او زنانه شهيدان شول او دا لړۍ لا پسې دوام لري خو تاسو جناب يې لا په اړه هېڅ هم ونه کړل.
ولسمشر صيبه! په سلګونه ځله ستا وحشي ملګرو امريکايانو او نورو نيواکګرو د تورو شپو تيارو کې پر پښتنو کورونو د بمونو ورولو داسې رڼاوې رامنځته کړې ،کورونه او انسانان يې پکې له منځه يوړل، جوماتونه، ودونه او نور ارزښتناک ارزښتونه وګواښل،او لا يې ګواښي،کرزى صيب!که لږ دې له ګلخانۍ ماڼۍ رابهر شوى او د پښتنو سيمو کې يوازې له ساتونکو پرته د تګ زړه کړى واى نو د بمباريو په ګډون د ګڼو نورو رامنځته کړو ستونزو له امله به مو د بوره شوو او بې پته شوو پښتنو ميندو او خويندو په ليدو پر ځان لعنت ويلاى واى.
کرزى صيب ! که دومره تورزن نه يې چې داسې کوم ښه کار وکړې نو ګلخانۍ ماڼۍ کې دې د هغو خپرو شوو رېښتينو فلمونو يوه کاپي خو خامخا وګوره چې راوستل کېدونکو ملګرو دې پښتنو سيمو کې د خپلو سپو په ملتيا پښتنې ميندې او خويندې سپکوي،په خپلو دې مردارو او د ليدو نه وړو څېرو د هغو ګلاليو او ښاپېرو مخونو ننداره کوي چې حيا ته يې د نړۍ ښکلو سلام کړى و،ځه له دې به هم سره تېرشو ځکه داسې شرموونکې او ارزښت ضدې چارې خو ستاسو جناب د ايډيال (دموکراسۍ) بنسټ جوړوي،خبرې ډېرې دي نه پوهېږم پر نورو کومو نادودو دې وژاړم  خو دا د مرستيالانو په توګه دې د  نوو ټوپکوالکو او انسان وژونکو جنايتکارو ټاکنه تر نورو هغو ډېره زړه وژونکې خبره ده،ستاسو دې کار ته چې رېښتيا وي هېڅ کوم داسې مجبوريت او اړتيا(!) هم راته ښکاره نه شوه چې تاسو يې له امله بايد دا ولس ضدې چاره ترسره کړې واى،ځکه د فهيم او خليلي په نومونو پښتون وژونکي جنايتکاران که له يوې خوا د ادارې د ګڼو نورو چارواکو او ستاسو په شان پر ولس د کړو نا دوديو له امله ښه نه لګي ورسره خوا کې ستاسو د زېږوونکې او ځلوونکې نړيوالې ټولنې ښه هم نه راځي او د بشري حقونو په نامه ځان يادونکو ټولنو هم پرې اندېښنې وښودې.
کرزى صيب! که د دې ټوپکوالو پر دو پالو ټاکل شوو مرستيالانو پر هغو جنايتونو دې سترګې پټوي چې تاسې خپله يې هم خپله ټوپکواکۍ کې تر پوزې راوستي واى او د پښتنو پر سرونو د مېخونو ټک وهل،په کانتينرونو کې يې اچول،په غوړيو کې يې سيزل او پخپله اصطلاح يې ((رقص مرده))يا د مړو ګډا وې رامنځته کړې وې نو پر ځان  د واکمنې نړيوالې خو افغان ضدې ټولنې هغو پالېسيو او شعارونو ته لږ درنښت وکړه چې د انساني حقونو د خونديينې او پالنې په نوم يې ورکوي،په سر يې پر هېوادونو بريدونه کوي،د صدام حسين په شان لويديز ضده مشران په دارځړوي او....
ولسمشر صيب! زما خبرې خو موټى د خروار بېلګې په توګه درسره شريکې شوې د دې په شان سلګونه او زرګونه داسې نور شاهکارونه هم شته چې په پنځولو يې بايد تاسې ووياړل شئ خو ترې د تېريدو ترڅنګ درته يوازې همدومره وايم چې که رېښتيا هم افغان،هغه هم پښتون او بيا مسلمان يې نو لږ د بوختياوو په هېرولو چېرته يوازې کېښنه او ګرېوان ته په سرټيټولو تر پوره سوچ وروسته پريکړه وکړه چې رېښتيا هم ته د دې ژړېدلي،کړېدلي او کړېدونکي ولس د بيا مشرۍ وړتيا لري او کنه؟
زما له نظره خو خداى که نور د دې څوکۍ څه چې بېخي د هېڅ څوکۍ نه لرلو د وړتيا ترڅنګ د ډېرو درنو سزاوو وړ يې خو که سزا څوک درنه کړي نو لږ،تر لږه خو دې د لا نورې نه بدنومۍ په موخه له کانديدۍ لاس په سر او له ولسه بښنه وغواړه.ځکه دا ولس هغه ولس دى چې يو ستر اتل او فرهنګيالي يې ډېر پخوا ويلي و چې:
لا تر اوسه يې ماغزه په کرار نه دي
چاچې ماسره وهلى سر په سنګ دى
نوره دې خپله خوښه
اوس همدومره