خلیلزاد: راتلونکي لوی اختر کې د اوربند هیله‌شته

خلیلزاد: راتلونکي لوی اختر کې د اوربند هیله‌شته


  • 3 کاله دمخه (17/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1046

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په تاشکند کې یوه مهم سیمه ییز کنفرانس کې هیله څرګنده کړې، چې په راتلوونکي لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې د طالبانو تعبیر دا دی، چې سیاسي هوکړه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه ویلي، اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.

هغه دغه‌راز ویلي، که په اختر کې پر اوربند هوکړه وشي، امکان لري، چې نتیجه یې په اوږد مهال کې د تاوتریخوالي کمېدل وي.

ښاغلي خلیلزاد یو وار بیا ټینګار کړی، چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړی، چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.

زلمی خلیلزاد په نژدې ورځو کې اوربند ته داسې مهال خوشبیني څرګندوي، چې د ملي مصالحي د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره پرون دوحې ته تللي دي. 

ښاغلي عبدالله له روانېدو مخکې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې دا پلاوی ټول ګډونه دی او د افغانستان دولت پوره صلاحیت ورکړی دی.

جهادي مشران او قوماندانان کریم خلیلي، عطامحمد نور، د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم او ځینې نور د دې پلاوي غړي دي.

ښاغلي عبدالله همداراز ویلي، چې په پلاوي کې ښځې هم شاملې دي، خو ده یې د نومونو یادونه نه‌ده کړې. 

بل‌پلو افغان حکومت وایي، چې له طالبانو سره له بهره مرسته کېږي او افغان چارواکي په دې برخه کې په څرګنده توګه د پاکستان نوم اخلي. 

په همدې حال کې بیا ولسمشر اشرف غني د تاشکند په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې شااوخوا لس زره طالبان د پاکستان له خاورې د جګړو لپاره د طالبانو په لیکو کې افغانستان ته ننوتي دي.