اروپایي پارلمان:  پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی؛ باید له ملاتړه یې لاس واخلي

اروپایي پارلمان: پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی؛ باید له ملاتړه یې لاس واخلي


  • 3 کاله دمخه (18/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1623

د اروپایي پارلمان غړو د افغانستان د پارلمان له غړو سره په یوه انلاین غونډه کې ټینګار کړی، چې اروپایي هېوادونه په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه لري او د دایمي ثبات او سولې غوښتونکي دي.

د اروپایي پارلمان غړو ویلي هڅه کوي، چې په افغانستان کې شته وضعیت ښه کړي تر څو پرمختګونه رامنځته شي.

دوی ویلي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی او د ترهګرو لپاره امن پټنځایونه لري.

د پارلمان دغو غړو ویلي پاکستان باید له افغان سولې سره رښتیني همکاري وکړي تر څو دلته روان تاوتریخوالی ختم شي.

د اروپايي پارلمان غړو زیاته کړې، چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او چاته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې لاسوهنې وکړي.