د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، چې ایران له امریکا او بریتانیا سره د لسو زندانیانو په تبادلې هوکړې ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د ایران په زندانونو کې په غیر قانوني او غیر عادلانه توګه امریکايي وګړي بندي دي او هلته په زندانونو کې ځورول کېږي.
داسې ویل کېږي، چې د زندانیانو له تبادلې وروسته به د ایران او امریکا تر منځ په اټومي تړون هم خبرې چټکې شي.
ایراني چارواکو بیا ویلي، چې په اټومي تړون خبرې نوي ولسمشر ته د واک د لېږد له امله ځنډېدلې دي.