ننګرهار کې ۲۶۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

ننګرهار کې ۲۶۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي


  • 3 کاله دمخه (18/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1394

په ننګرهار ولایت کې ۲۶۰ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپانې وېشل شوي او د نږدې ۶۰۰ زره کسانو کار جريان لري، چې په لنډ وخت کې به پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د ننګرهار ولایت د احصايې او معلوماتو مرکز د هېواد په کچه له کابل وروسته دويم مرکز دی، چې تر دې دمه یې ۲۶۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ويشلي، د ۳۰۰ زرو کسانو د بيوميټريک پروسه تر سره شوې او د شاوخوا ۳۰۰ زرو کسانو کارونه تر لومړنۍ پروسې لاندې دي.

تر اوسه د یادو برېښنايي پېژندباڼو د وېش له درکه ديرش ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

باید وویل شي، چې په ننګرهار ولايت کې اوسمهال د برېښنايي پېژندپانو د وېش درې څانګې فعاليت کوي، چې هره ورځ ورته سلګونه کسان د برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کولو په موخه ورځي.