د ځوان پاکستاني طالب ارمان په افغانستان کې په مرګ پای ته ورسېد

د ځوان پاکستاني طالب ارمان په افغانستان کې په مرګ پای ته ورسېد


  • 3 کاله دمخه (18/07/2021)
  • رفيع الله نقيب زی
  • 2571

له کلونو راهیسې افغان حکومت پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورنوي او په ځلونو یې له پاکستان غوښتي، چې له دې ډول کړنو لاس واخلي؛ خو پاکستان په ظاهره یو څه؛ خو باطن کې بل څه تعقیبوي.

تازه چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، یو زیات شمېر پاکستاني طالب ځوانانو هیلې په افغانستان کې په مرګ سره پای ته رسي. د پاکستان په پیښور کې په افغان جګړه کې د وژل شویو طالبانو د جنازو انتقال پاکستان ته، په دې وروستیو کې جنجالي شوي دي. 

افغان چارواکي وايي، وژل شوي ځینې طالب جنګیالي پاکستاني اتباع دي. دا چې ولې د پاکستان ځوانان په افغانستان کې جنګ ته ځي؟ د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو تن ځوان، چې جسد یې له افغانستان څخه پاکستان ته استول شوی و، جنجالونه راپورته کړي.

دفرانسې خبري اژانس د عبدالرشید په نوم دیو پاکستاني طالب په اړه راپور خپور کړی، چې د نوموړي کورنۍ هغه د می میاشت کې ژوندی ولید؛ کله چې دا ځوان پاکستانی د طالبانو تر څنګ د جګړې لپاره افغانستان ته ولاړ؛ مګر د هغه جسد تېره اونۍ د لرګیو تابوت کې بیرته کور ته راستون شو.

یاد اژانس ویلي، د ټولنیزو فشارونو له امله ګڼ پاکستانیان د پولې هاخوا جنګ کې ښکېل شوي او له افغان حکومت سره په جنګ بوخت دي. 

افغان حکومت له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي، چې د طالبانو ملاتړ کوي. د پاکستان حکومت تل دغه تورونه رد کړي دي؛ خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دې میاشتې په سر کې اعلان وکړ، چې د طالب جنګیالیو د کورنۍ ځینې غړي د پاکستان په پلازمینه، اسلام آباد کې اوسېږي او د دې ډلې ځینې لوړ پوړي غړي د درملنې یا دفن کولو لپاره پاکستان ته انتقال شوي دي.

پدې وروستیو کې د فرانسې خبري اژانس یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښودل شوي، چې د سپین بولدک په جګړه کې د طالبان ټپیان د پاکستان د چمن په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

باید وویل شي، چې پاکستان له طالبانو سره اوږد او پیچلی تاریخ لري. په 2001 کې د متحده ایالاتو په بریدونو کې د طالبانو رژیم له رانسکورېدو وروسته؛ د دې ډلې اکثره مشران پاکستان ته وتښتېدل، چیرې چې دوی وکولی شول د امنیت، تبلیغ، ګمارنې او بیا ځان ځواکمن کړي. اسلام آباد له ډېرې مودې راهیسې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی او پدې وروستیو کې اعلان شوی، چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په خړ لیست کې پاتې دی.