جاپان کې المپیکي لوبې؛ د لوبغاړو په منځ کې د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې

جاپان کې المپیکي لوبې؛ د لوبغاړو په منځ کې د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې


  • 3 کاله دمخه (18/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1315

دالمپیک نړیوالې لوبې هر کال د جاپان په پلازمېنه توکیو کې کې ترسره کېږي، چې د نړۍ له ګن شمېر هېوادونو څخه پکې لوبغاړي او نندارچیان برخه اخلي، تازه د المپیک تنظیمونکو نن خبر ورکړی، چې د اتلتیک لوبغاړو په منځ کې د کرونا لومړۍ مثبتې پېښه ثبت شوې ده.

ویل کېږي، چې د اتلتیک دوه لوبغاړي په توکیو کې د المپیک په سیمه کې او له دې سیمې بهر د یوه بل د کورونا نتیجه مثبت شوې ده.

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باښ په توکیو کې خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا او تردې مخکې مثبتې پېښې د المپیک لپاره د ډېرې اندېښنې وړ نه دي.

باښ همدا راز زیاته کړې، چې یوازې ۱۵ تنه چې تر اوسه را رسیدلي، یا یې معاینه شوې ده، نتیجې یې مثبتې ختلې دي. دنوموړي په خبره، چې دا ډېره ټیټه فیصدي ده، یعنې صفر اعشاریه یو فیصد ده. ټاکل شوې، چې د المپیک لوبې په توکیو کې د جمعې په ورځ پیل او د اګسټ تر اتمې دوام وکړي.

باید وویل شي، کوم کسان چې نتیجه یې مثبته ثبت شوې، سمدستي قرنطین شوي دي؛ نو په هېڅ ډول نورو ګډونوالو او د جاپان خلکو ته خطر نه شي جوړولی.