د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې پروسې او ځینو نورو موضوعاتو په اړه د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره بحث او خبرې کړې دي.
بلېنکن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره یې تېره شپه په واشنګټن کې د افغان سولې او یو شمېر نورو مسائلو پر سر خبرې اترې کړې دي.
نوموړي همداراز روانې افغان کشالې ته په اشارې، یوه سیاسي حل ته د رسېدو په موخه د افغان سولې د مذاکراتو د چټکتیا لپاره د قطر په اخلاصمند ملاتړ، له یمن سره په همکاریو او ځینو نورو مسایلو باندې له ال ثاني سره غږېدلی دی.
په همدې وخت کې بیا قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو ترمنځ هم ناسته شوې ده.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې پرون غرمه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو ټیمونو ترمنځ ناسته تر سره شوې، چې پهکې د اختر مبارکۍ تر څنګ د د واړو لورو له خوا د مذاکراتو د پروسې پر دوام، چټکتیا او اغیزمنتیا بحث او ټینګار شوی دی.