د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدلله محب او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د پاکستان پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف سره په لندن کې لیدلي، چې تازه یې په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند لوړ پوړو چارواکو او په پاکستان کې د خواله رسنیو کاروونکو غبرګونونه راپارولي.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، مودي، محب یا امرالله صالح د پاکستان هر دښمن د نوازشریف نژدې ملګری دی. د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار شهباز ګل بیا په یوه ټویټر پیغام کې تور پورې کړی، چې ښاغلي محب په دې لیدنه کې میا نواز شریف ته د هند لومړي وزیر نریندر مودي یو ځانګړی پیغام راوړي دی.
بل لور ته بیا د نواز شریف لور او د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مرستیالې مریم نواز یادو غبرګونونو ته په ځواب کې ویلي، له ګاونډیانو سره سوله ییز اړیکي د نواز شریف د مفکوري بنسټ دی. مریم نواز همدا راز زیاته کړې له ټولو سره خبرې، د نورو د خبرې اورېدل او د خپل پیغام رسول د دیپلوماسۍ بنسټونه دي او دا هغه څه دي، چې اوسنی حکومت نه پرې پوهېږي؛ ځکه دوی په نړیواله کچه ناکام دي. مریم نواز د افغانستان ملي امنیت شورا ټویټر پیغام له نورو سره شریک کړی دی او له هغه وروسته د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان له اړوند ټویټر حسابونو پر اغلې مریم نواز سختې نیوکې شوې.
د پاکستان مسلم لیګ ګوند ځینې پلویانو بیا له حمدالله محب سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او عمران خان د کابل او راولپنډۍ تصویرونه خپاره کړي دي؛ دوی پوښتنه کړې، که له جنرال باجوه او عمران خان سره د ښاغلي محب لیدنه حلال ده؛ نو له نواز شریف سره یې لیدنه ولې خیانت دی؟ له یادو تصویرونو سره لیکل شوي، چې دا لیدنه هغو کسانو ته یو ځواب دی، چې فکر کوي د نواز شریف سیاسي رول پای ته رسېدلی دی