لویډ آسټین: افغان ځواکونه د امریکا ملاتړ له ځان سره لري

لویډ آسټین: افغان ځواکونه د امریکا ملاتړ له ځان سره لري


  • 3 کاله دمخه (25/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1175

د امریکا د دفاع وزیر وایي، چې افغان ځواکونه باید د طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخنیوی وکړي؛ ځکه چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري.

 

لویډ آسټین زیاته کړې، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. د نوموړي په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده، چې د طالبانو د پر مختګ مخنیوی وکړي او طالبان پرېنږي، چې ډېرې سیمې لاندې کړي.

 

د امریکا دفاع وزیر په ټینګار سره ویلي، چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید طالبان پرېنږي، چې بیا واک ته ورسېږي. 

 

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر هم له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ ژمنه کړې وه.