هند: افغان حکومت سره په هره سخته شېبه کې ولاړ یو

هند: افغان حکومت سره په هره سخته شېبه کې ولاړ یو


  • 3 کاله دمخه (25/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1179

هند یو وار بیا له افغان حکومت سره د دوامداره ملګرتیا او همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

هند ویلي، افغان حکومت په جګړه‌ییز حالت کې دی؛ نو حکومت یې چمتو دی چې دوی ته په هره برخه کې لاس ورکړي. 

دا څرګندونې په کابل کې د هند سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې دي او زیاتوي، چې طالبانو په دغه هېواد کې تر بل هر وخت جګړې تېزې کړې دي. 

د سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې"طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي، د ملکي وګړو په نښه کول ډېر شوي، عامه تاسیسات ورانېږي او د سړک غاړې ته د ماین چاودنې د ملکیانو ژوند اخلي."

سره له دې چې سفارت د هند حکومت له‌لوري افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو خبره کړې؛ خو په دغه هېواد کې یې مېشتو هندي وګړو څخه غوښتي، چې خپل امنیتي تدابیر ډېر کړي.

د هند دا څرګندونې داسې مهال دي، چې یوه ورځ وړاندې ولسمشر غني په یوې ټلېفوني اړیکه کې له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د بدلون په حال کې؛ خو تلپاتې اړیکو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې. 

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دغه ټيليفوني اړیکه کې د امريکا ولسمشر جوبایډن ډاډ  ورکړی، چې له افغان ځواکونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، خو په خبره یې بشپړ باوري دی، چې افغان ځواکونه به د خپل هېواد ساتنه او دفاع وشي‌کړای.