پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي

پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي


  • 3 کاله دمخه (25/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1212

له تاجکستان وروسته، پاکستان هم د احتمالي خطر پښېدو په صورت کې افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې تودې شوې دي او دوی د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د ځواکونو ځای پر ځای کېدو اړتیا محسوسوي.

هغه اندېښنه څرګنده کړې، کله چې جګړه زور اخلي، نو افغان کډوال او وسله‌وال به دغه هېواد ته مخه کړي. 

د نوموړي په خبره، دا چاره به نه یوازې دا چې د کډوالو او وسله‌والو د ور اوښتو مخنیوی وکړي، بلکې د قاچاقي توکو د لېږد او غیرقانوني حرکت مخه به هم ونیسي.