د بریا شل خبرې:

د بریا شل خبرې:


  • 3 کاله دمخه (25/07/2021)
  • ژباړن: رفېع‌الله رفېع
  • 1318

ليکوال: برايان ټرايسي.

يو: بريالي کسان تل نورو سره د مرستې کولو په فکر کې وي، مګر ناکام خلک تل فکر کوي، چې دا کار به ماته څه ګټه وکړي؟

دوه: تاسو بايد پوه شئ، چې چانسونه قابل د پېش بيني دي، که، چېرې غواړئ، چې ډېر چانسونه ترلاسه کړئ، نو بايد ډېر چانسونه وازمايئ، تل فعاله او د نورو په فکر کې واوسئ.

درې: مهمه نه ده، چې له کوم ځایه راغلئ، بلکې مهمه دا ده، چې هدف مو څه دی او څنګه يې ترلاسه کولای شئ.

څلور: تاسو په خپل وجود کې د ټولو مشکلاتو پر وړاندې، چې په ژوند کې ورسره مخامخ کېږئ د حل توانايي لرئ، یوازې کلکه اراده او حرکت کول پکار دي.

پينځه: په هر هغه څه، چې تاسو  پرې په قوي احساس  سره باور ولرئ، په حقيقت يې بدلولی شئ.

شپږ: بريا دا ده، چې خپل ذهن د هغه کارونو په ترسره کولو مصروفه کړئ، چې مينه ورسره لرئ، نه د هغه کارونو په ترسره کولو، چې وېره ترې لرئ.

اوه: هغوی، چې اهداف يې واضح وي د هغه کسانو په وړاندې ډېرې لاسته راوړنې لري، کوم چې خيالي اهداف لري.

اته: هر څومره، چې ډېر اعتبار کوئ، له هغه دوه برابره ډېر ترلاسه کوئ، هر څومره، چې له نورو سره ډېر کومک کوئ، له هغه دوه برابره ډېر کسان به ستاسو مرستې ته راودانګي.

نهه: که چېرې هيله لرئ، چې خپل ژوند او کار کې با ارزښته شيان ترلاسه کړئ، له هر څه وړاندې بايد خپل ځان په يو با ارزښته شخص تبديل کړئ.

لس: بريالي کسان په خپله ساده ګۍ کې بريالي عادتونه لري.

يوولس: اړيکې لرل د سايکل يا د ټېپينګ کولو په شان مهم مهارت دی، چې بايد زده يې کړئ، که تاسو پدې مهارت کې د بریالیتوب لپاره هوډمن یاست ، نو تاسو کولی شئ ژر تر ژره د خپل ژوند د ټولو برخو کیفیت لوړ او ښه کړئ.

دولس: بريالي کسان د خپلو ټولو هيلو څخه د مثبتې نتيجې ترلاسه کولو عادت لري.

ديارلس: تاسو نه شئ کولای هر هغه څه، چې ستاسو پر وړاندې پېښېږي کنټرول کړئ، مګر کولای شئ، چې خپل ذهن ته د هغه څه په اړه، چې ستاسو په وړاندې پېښېږي تغير ورکړئ او په دې کار سره تاسو کولای شئ، چې تل خپل ځان ته د کارونو د ترسره کولو په وخت کې بدلون ورکړئ.

څوارلس: په مديريت کې طلايي قانون مه هېروئ، نور داسې مديريت کړئ، لکه څرنګه، چې تاسو خپل ځان مديريت کړی.

پينځه لس: د ګټې وړتيا لرل ستاسو تر ټولو مهمه شتمني ده او وخت ستاسو تر ټولو ارزښتناکه سرچينه ده.

شپاړس: ټول بريالي کسان هغه که نارينه وي يا ښځينه لويې هيلې لري، دوی د ښې راتلوونکي لپاره ښه خوبونه ويني، د ژوند ټولې برخې په جزياتو سره تصور کوي او د ترلاسه کولو لپاره يې هره ورځ هڅه کوي داسې کسان تل خپل ځان لپاره اهداف ټاکي او خپلې موخې ترلاسه کوي.

اوه لس: خپل اولادونه داسې وروزئ، ترڅو باوري شي، چې کولای شي په ژوند کې هر هدف او لاسته راوړنه ولري، په دې کار سره به تاسو د خپلو اولادونو پر وړاندې د يو بريالي پلار حق ادا کړی وي.

اتله لس: هغه کار، چې همدا اوس يې هم ترسره کوئ او تاسو خپلو اهدافو ته نه رهنمايي کوي، مه يې کوئ، ځکه دا کار تاسو له خپلو اهدافو لري کوي.

نوولس: تاسو بايد ډېر، ډېر کارونه ترسره کړئ، کوچنۍ او دوامداره هڅې هېڅوک نه ويني او يا يې په ارزښت نه پوهېږي، ترڅو ارزښتناکه بريا ته لاره پيدا کړئ.

شل: انسان عادت لري، چې تل خپلې غوښتنې ترلاسه کړي، دا ورته مهمه نه ده، چې ښې دي او که بدې؟ تاسو بدې غوښتنې شاته پرېږدئ او د ښو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره نهايت ډېره هڅه وکړئ.