زور د زور ملا ماتوي!

زور د زور ملا ماتوي!


  • 3 کاله دمخه (25/07/2021)
  • محب الرحمن مالیار
  • 1152

د نړۍ هيوادونه خپلو سيالانو نه د خپلو کمزوريو پټولو ټکي پټوي او برعکس د خپل د قوت د نندارې تصوير ورته مخ ته ږدي، چې مونږ يې ژوندۍ بيلګې لرو، د ساري په ډول هندوستان هرکال ١٥ د اګست د خپل د ځواک ننداره چين او پاکستان ته ښيي ، شمالي کوريا خپل قوت د امريکا او سويلي کوريا د ننګولو لپاره نندارې ته وړاندې کوي ، چين هم خپل زور امريکا ته په نظامي او ټکنالوژيکي نوښتونو ښيي .

روسيه هم د امريکا او ناټو د ننګولو لپاره خپلو متحده او مشترک المنافع هيوادونو سره ګډ تمرينات ترسره کوي او خپل نظامي ظرفيت خپلو ملګرو هيوادونو سره شريکوي او امريکا او د ناټو هيوادونه بيا د روسانو او ددوى دنورو سيالو هيوادونو په وړاندې نيابتي او استخباراتي لوبې مزاحمتونه ايجادوي .

نو مونږ ته په کار دي چې د خپل د يوالي ، وطندوستۍ او خپل د قوت ښودلو لپاره بايد دخپل بدنيتي او بدبينه رقيبان وننګو چې د زمري اته ويشتمه يې مناسبه ورځ ده.

د زمري اته ويشتمه له پيرنګيانو څخه دخپلواکۍ جشن نمانځنې لپاره بايد قوي اماده ګي ونيول شي .

د ګاونډي هيوادونو ولسمشران او سياسي خلک دې راغوښتل شي فوځي پريټ او مانورونه دې هم ور وښودل شي د افغانستان د اوسپنيز سرتيري هيبت ناکه انځور دې ورته وړاندې شي ترڅو چې د کابل د ورانولو خوبونه يې د ابد لپاره له سرونو والوځي او ددې جذبې په سکروټو يې دکابل دسيند اوبه واچول شي چې دحرص او بدبينۍ اور يې مړ شي.

د هندوستان د ازادۍ لوى مبارز او مسلمان ولسمشر عبدالکلام وايي : زور د زور ملا ماتوي مونږ د انګليس سره سلګونه دجبر تړونونه درلودل مونږ د هندوستان د خپلواکۍ لپاره نوي کاله مبارزه وکړه ، مونږ اکاش توغندى جوړ کړ ،مونږ اګني توغندى و ازمايه ، مونږ درې سوه سپوږمۍ د اسمان په لمن نصب کړل مونږ اټومي هندوستان رامنځ ته کړ بالاخره په دې وتوانيدو چې د جبر تړونونه ختم کړو د خپل داخلي او بيروني سياست کرښې په خوښه د ملي ګټو په اساس ترسيم کړو نو دا تجربه شوه چې زور زور ته تسلميږي.

مونږ پښتانه متل کوو چې اوسپنه په اوسپنې ټکيږي نو مونږ اوس د اوسپنيزو رقيبو دلتونو د څندان ترمنځ راګير يو نو پکار دادى چې دجبر له دې څندانه راووځوو چې په راوتلو هم يوو مونږ بايد دخپل اقتدار او ظرفيت بيلګې نمايش ته وړاندې کړو ،حکومتدارۍ ،سياست او رقابت دعمل ابتکار غواړي او زمونږ رقيبان مونږ ته همدغه نقطه ژوبله ګوته رانيولې چې مونږ دخپلو ګټو په محور نشو ټوليدلى .

ښه فرصت يې همدغه دى چې زمونږ نظام او ولس دغه خلا او تشه ډکه کړي مونږ بايد ددوى ددې خوب تعبير رښتيا کيدو ته پرې نږدو .

پيرنګيان ، دهغوى اولادونه او دهغوى مزدوران بايد پوه شي چې دوى د يويشتمۍ پيړۍ باشعورو زلميو سره مخ دي .