په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما، په خپل یو نوي راپور کې، چې نن خپور شو لیکلي، چې د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې، د ولسي وګړو تلفات د تېر کال ورته مودې پرتله، ۴۷ سلنه زیات شوي دي. په یاد راپور کې لیکل شوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره سم، د ملکي تلفاتو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ ځکه چې طالبانو د امریکایي ځواکونو له وتلو سره جوخت خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
په یاد راپور کې وړاندې راغلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، د تاوتریخوالي په نتیجه کې ۱۶۹۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ تنه ملکي کسان ټپیان شوي، چې زیات ملکي تلفات د مۍ او جون میاشتو کې رامنځ ته شوي، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې افغانستان کې، د ولسي وګړو د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د یونما په دې راپور کې افغانستان کې د یونما د مشرې او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمُنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز په حواله راغلي:«دا راپور په ښکاره خبرداری دی، چې که تاوتریخوالی کم نه شي، نو په روان میلادي کال کې به ګڼ ملکي کسان ووژل شي او یا به معلولین شي.» لاینز پر طالبانو او د افغان حکومت په مشرانو غږ کړی، چې د خبرو پر مېز دې خپلې هڅې چټکې کړي، تر څو د افغانانو د خپلمنځي جګړې مخنیوی وشي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نهلري.
په راپور کې راغلي، چې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د ۶۴ سلنه ولسي وګړو مسوولیت د حکومت ضد کړیو په غاړه دی، چې له جملې یې ۳۹ سلنه د طالبانو، نږدې ۹ سلنه د داعش ډلې او ۱۶ سلنه د حکومت ضد نامعلومو کړیو په غاړه اچول شوی او همدا راز د ۲۵ سلنه ولسي وګړو د تلفاتو مسوولیت د حکومت اړوند ځواکونو، ۲۳ سلنه د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او دوه سلنه د حکومت اړوند کړیو او د حکومت اړوند نامعلومه لوریو په غاړه اچول شوی او د ۱۱ سلنه ولسي وګړو تلفات بیا، د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د شویو ډزو مهال کې یاد شوي دي.