روسیه او قزاقستان پر افغان سوله غږېدلي

روسیه او قزاقستان پر افغان سوله غږېدلي


  • 3 کاله دمخه (26/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1191

روسیې او قزاقستان ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت د مرکزي اسیا پر ټیکاو او ثبات مستقیم تاثیر لري؛ نو له دې کبله دوی د دې هېواد په هکله اړین اقدامات په پام کې لري. 

دا خبرې د روسي او قزاقستاني ولسمشرانو ترمنځ د ټیلفوني مکالمې له‌لارې شوې او دغه‌راز یې ټینګار کړی، چې په افغان سوله کې به خپل رول او همکارۍ ونه‌سپموي.  

قزاقي رسنیو خبر ورکړی، چې قاسم جمعرات په یوه ټلیفوني مکالمه کې له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، سولې پروسې او پر روان تاوتریخوالي غږېدلای.

داوړو لوریو همدارنګه ویلي، چې افغان جګړه پوځي حل نه‌لري، نو په‌کار ده، چې روانه جګړه د خبرو له‌لارې پای‌ ته ورسول شي. 

دوی ورته مال د سیمې په هېوادونو غږ کړی، چې د افغان جګړې د منفي اغېزمنتاوو پر وړاندې اړین تدابیر ونیسي.

د یادونې ده، چې روسیه په وروستیو کې په افغانستان کې د نا امنیو له زیاتېدو سره هممهاله په دې لټه کې ده، چې له افغانستان د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي.