د لوړو زده کړو وزارت: زده کړیالان باید تر حضوري درسونو وړاندې د کرونا واکسین تطبیق کړي

د لوړو زده کړو وزارت: زده کړیالان باید تر حضوري درسونو وړاندې د کرونا واکسین تطبیق کړي


  • 3 کاله دمخه (26/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1219

د لوړو زده کړو وزارت وایي د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنستونو کې یې د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړې ده.

 

یاد وزارت له زده کړیالانو غوښتي، چې د اړوندو ولایتونو له پوهنتونونو، موسیسو او یا هم له روغتیایي مراکزو د کرونا واکسین تر لاسه او د حضوري درسونو له پیل وړاندې تطبیق کړي او ټول زده کړیالان باید د حضوري درسونو د پیل پرمهال د واکسین کارتونه ولري.

 

د یادولو وړ ده، په هغو ولایتونو کې، چې د کرونا ګواښ پکې له ۳۵ سلنې ټیټ دی، دولتي پوهنتونونه او موسیسې به د زمري په ۱۶ او خصوصي پوهنتونونه او موسیسې به دزمري په ۴ پیل شي