آلمان وایي، افغانستان کې ورته روان ناسم وضعیت د منلو نهدی او په خبره یې د مذاکراتو چټکولو او د جګړې په پایته رسولو کې همکارۍ دوامداره ساتي.
دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي آستازي د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پرمهال کړي او ویلي یې دي، چې دوی په دې هېواد کې د سولې د پروسې ملاتړ تهادامه کوي، ځکه روان تاوتریخوالی ورته د منلو نهدی.
د یادې لیدنې پر وخت همداراز الماني لوري ټینګار کړی، چې هېواد یې د روانې افغان جګړې ختمول غواړي او په خبره یې، دوی به په افغان سولې پروسه کې خپل رېښتینی رول ادا کړي.
نوموړي په افغانستان کې د طالبانو لهلوري د وروستي تاوریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښوودلې او ویلي یې دي، چې دا باید ژر تر ژره راکم کړل شي.
ورته مهال د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري اړینه بللې ده او د المان له حکومت یې غوښتي، څو د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
آلمان داسې مهال په افغان سولې کشاله کې د خپلو هڅو او همکاریو خبره کوي، چې ولسمشر غني همدا تېره ورځ په ارګ د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال وویل، ډاډه اوسئ، جمهوریت ساتل کېږي.
ولسمشر محمداشرف غني ویلي، چې افغانستان د نړیوال ترورېزم له هجوم سره مخ دی، خو په خبره یې خلک دې ډاډ ولري چې جمهوریت ساتل کېږي.
نوموړي دغهراز زیاته کړې، چې ماحول تغیر کړی او نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.