هندي چارواکی امریکا سره خبرې کوي؛ افغانستان یې مهمه موضوع‌ده

هندي چارواکی امریکا سره خبرې کوي؛ افغانستان یې مهمه موضوع‌ده


  • 3 کاله دمخه (27/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1375

د هند حکومت وايي، امریکا سره بحث او خبرې کوي، خو په وینا یې چې افغانستان د دې بحث مهمه موضوع‌ده.

د هند بهرنیو چارو وزیر جي‌شینکر په خپلو تازه څرکندونو کې ویلي، چې سبا د دغه هېواد په نوي ډهلي کې له خپل امریکایي سیال سره خبرې اترې لري، خو د بحث مهمه موضوع د افغانستان مسئله بولي. 

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې، چې د افغانستان په هکله به دا خبرې په جدي توګه وي او هند هڅه کوي، چې د افغان سولې په روانه پروسه کې خپلې هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

هندي لوري همدارنګه ویلي، افغانستان یې نږدې ملګری هېواد دی او په وینا، چې دوی یې په بد وضعیت کې نه‌شي لیدلای. 

دا لومړی ځل نه‌دی، چې هند د افغانستان په مسئله کې د خپلو مرستو ډاډ څرکندوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ویلي وو چې په دې هېواد کې روانه جګړه ورته د زغم وړ نه‌ده او نړیوالو ته په کار ده چې ددغې جګړې په ختمولو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي. 

بل‌لورته بیا امریکايي رسنیو جنوبي اسیا او افغانستان د هند او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات بللي دي.