ملګري ملتونه: بین‌الافغاني مذاکرات باید چټک کړل‌شي

ملګري ملتونه: بین‌الافغاني مذاکرات باید چټک کړل‌شي


  • 3 کاله دمخه (27/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1346

ملګرو ملتونو د بین‌الافغاني مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه کړې او په خبره یې دغه سازمان په دې برخه کې له قطر سره په ګډه کار کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز پرون په دې تړاو په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره خبرې اترې کړې دي.

دې سازمان په خپله ټوېټرپاڼه د اغلې ډیبرا لاینز په حواله لیکلي چې‌« اسانچارۍ/منځګړیتوب د انتخابونو په ګډون د دې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ شي او د ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې له قطر سره کار کوي.»

په دې خبرو کې همداراز د مذاکراتو د چټکتیا سربېره د روانې جګړې په ختمولو هم ټینګار شوی دی او ویل شوي، چې روانه جګړه پوځي حل نه‌لري؛ نو طالبان باید د خبرو مېز ته راوګرځي.

له اغلې لاینز سره په خبرو کې د افغان دولت د مرکچي ټیم مشر ښاغلي ستانکزي هم د اساسی قانون په چوکاټ کې د خبرو په اهمیت باندې ټینګار کړی دی. 

قطر هېواد چې د افغان دولت او طالبانو د خبرو کوربه دی، له شااوخوا لسو میاشتو راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ په‌کې خبرې روانې دي؛ خو تر دې په‌کې کوم خاص پرمختګ نه‌لیدل کېږي.