- حللاره څه ده؟
- څه وکړو؟
- څنګه یې وکړو؟
دا دی اوس یې درته وایم:
دغسې باید راټول شو،
د یوه پاک، ژمن او ریښتیني افغان پرسر سره خولۍ کېږدو.
همدا ته، چې دغه کرښې لولې، د همداسې مشرۍ او خولۍ وړتیا لرې، فقط رامخکې شه! رهبران له موره رهبران نه زیږي، له اسمانه هم نه راپریوځي.
هو! همداسې باید راټول شو او د ملت غږ پورته کړو، که سل زره راټول شو، نړۍ به راته په ګونډو شي.
وګورئ!
دوی د جلاد تر تورې لاندې، د دوښمن د تېغ تر سیوري لاندې راټول شوي دي، په سره ټکنده ګرمۍ کې، د ابلیس دوزخي ساه یې مخونه ورسیزي، خو دوی زما او ستا لپاره، د افغان د ژوند لپاره غږ پورته کړی دی.
خو زه او ته دلته، په خپل کور کې د خپل ژوند لپاره غږ پورته کولای نه شو!
ولې؟
دوی هيڅ کوم حکومت ته منتظر نه دي،
دوی له اسمانه راکوز شوي افسانوي مشر ته په تمه ناست نه دي،
دوی معجزه نه غواړي،
ښېرې، ښکنځلې یا دعاوې نه کوي، بلکې عمل کوي، راوځي او دریږي.
وزیرستان همدا لس کاله پخوا د نړۍ تر ټولو ویروونکې سیمه وه، د نړۍ ټول ترهګر هلته روزل کېدل، افغانستان ته هم رااستول کېدل... نن وزیرستان د همدغو ویاړلیو او پیاوړیو افغانانو د ارادې په مټ د ژوند او افغانیت سیمه ده، خلک یې د افغانستان په ننګه راټولیږي او موږ ته هم سوله غواړي.
موږ ولې له دغه ملي خوځښت څخه زدکړه نه کوو؟
یوه نامعلوم افسانوي مشر ته په تمه یو،
حکومت باید هرڅه راته وکړي،
خدايي معجزې باید هرڅه راجوړ کړي... او ... موږ باید وپوښتو:
حللاره څه ده؟
څه باید وکړو؟
لټۍ او بې اراده ګۍ ته پلمې، بیخي زیاتې دي!!!